سکاټ ریټر: د امریکا برید پر ايران منفي پايلې لرلې

سکاټ ریټر، د امريکا د سمندري ځواکونو پخواني استخباراتي افسر او پوځي شنونکي اعلان کړی چې د واشنګټن پوځي اقدام د ايران پر وړاندې د امريکا د تمې خلاف پايله ورکړې او بېلابېلې اغېزې يې رامنځته کړې دي.
د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې، ریټر ويلي، د دې بريد موخه په ايران کې د خلکو نارضايتي رامنځته کول او د مظاهرو پارول وو، خو د ده په وينا، د خلکو پراخ ګډون د عزادارۍ په مراسمو کې وښوده چې د ايران کورنی حالت د دغې پاليسۍ د طراحانو له اټکل سره سم نه دی روان.
نوموړي زياته کړه، د پوځي فشارونو له ډېرېدو سره، د ايران د سياسي نظام د ملاتړ کچه د خلکو له خوا نوره هم لوړه شوې ده. د ده په خبره، د ايران د پوځي ځواکونو غبرګون د امريکا او اسرائيلو لپاره د اټکل وړ نه وو.
سکاټ ریټر همدارنګه وويل، ايران له څو کلونو راهيسې د امريکايي چارواکو د ګواښونو له زياتېدو سره يوځای د داسې مقابلې لپاره ځان چمتو کړی و، او دا چمتووالی اوس د عملي پړاو ته رسېدلی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختيځ سيمې تاوتريخوالی لا هم د نړيوالو سياسي او امنيتي بحثونو اصلي موضوع بلل کېږي.




