اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او ایران ترمنځ د کرهڼې همکاریو د پراختیا خبرې

د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ایران د جهاد او کرهڼې وزارت مسوولانو د کرهڼې، عصري اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. دا خبرې نن د دواړو وزارتونو د معینانو په لیدنه کې ترسره شوې وې، چې اصلي محور یې د تخنیکي تجربو تبادله، د خصوصي سکتور پانګونه او د کرنیزو محصولاتو د ترانزیت د بهیر ښه‌والی و.

د کرهڼې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اوبو د سرچینو مدیریت، د اوبو سپما او د قطرې او باراني په شان د نوې اوبولګولو سیستمونو د کارولو په اړه بحث شوی دی. دواړو لوریو همدارنګه د کرهڼې د تولید د موثریت د لوړولو لپاره د نوې ټکنالوجۍ د پلي کولو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د افغانستان د کرهڼې وزارت معین ویلي چې د طالبانو اداره د ایران د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره په کرهڼه، عصري اوبولګولو، مالدارۍ او سرحدي کر کیلې برخو کې سهولتونه برابروي. سربېره پر دې، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د ایران بازارونو ته د لاسرسي او د دې هېواد له لارې د ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو موضوع هم مطرح شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغو ایرانیو شرکتونو ته بلنه ورکړل شوې چې په عصري اوبولګولو سیسټمونو د ډیزاین او تولید برخه کې فعالیت کوي، څو د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې ګډون وکړي او په دې برخه کې پانګونه وکړي. بل لور ته، د ایران د جهاد او کرهڼې وزارت د اوبو او خاورې معین د خپل هېواد له لوري د تخنیکي تجربو د انتقال، په نندارتونونو کې د ګډون او د افغانستاني تولیداتو د ترانزیت د اسانتیا چمتووالي اعلان کړی دی.

همدارنګه د افغانستان د خصوصي سکتور استازو د ایران له لوري د خوراکي هګیو د وارداتو د انحصار په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د نطفې لرونکو هګیو او د یوې ورځې زاړه چرګانو د وارداتو اړتیا لري. دغه موضوع کېدای شي د کورني بازار پر توازن او د سیمه‌ییزو تولیدوونکو پر ملاتړ اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button