سياستمهم خبرونه

د امریکا دفاع وزارت: د افغانستان د وتلو داخلي ارزونه به تر ۲۰۲۶ دوبي پوره بشپړه شي

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه به دننۍ ارزونه د ۲۰۲۶ کال تر دوبي پورې بشپړه شي.

د دې وزارت ویاند، کینگزلي ویلسن، په یوه تازه خبري غونډه کې ویلي: “دغه ارزونه به له لږ تر لږه سانسور سره خپره شي تر څو د امریکا ولس وکولای شي د افغانستان څخه د وتلو پر مهال ټول جزئیات په شفاف ډول وویني.” هغه ټینګار کړی چې د امریکا دفاع وزارت شفافيت ته ژمن دی.

یاده ارزونه د دفاع وزیر ارشد مشاور، شان پارنل، پر غاړه ده، چې خپله د افغانستان د جګړې مخکینی سرتېری دی، او د امریکا ولس ته د حساب ورکولو دنده یې په مسؤلانه ډول پر مخ وړي. دفاع وزارت ویلي، دا ارزونه د هغو پوځيانو د قربانیو د درناوي په موخه ترسره کېږي.

امریکا له افغانستان نه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د جو بایډن تر مشرتابه لاندې ځواکونه وایستل؛ یو اقدام چې د کور دننه او نړیواله پراخه نیوکه یې راوپاروله، ځکه چې دا بهیر د افغانستان د دولت د ناڅاپي سقوط او د طالبانو د واک ته ستنیدو سره مل و. دا پروسه په کابل هوایي ډګر کې ګډوډۍ ته ورسېده، چې په یوه انتحاري برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

د امریکا اوسني ولسمشر، دونالد ترمپ، د بایډن د وتلو پالیسي له وړاندې څو ځله سخت انتقاد کړې او هغه یې د امریکا په تاریخ کې “یو له شرموونکو شیبو” څخه یادې کړې ده. نوموړی د وتلو د پروسې پر طریقه نیوکه کوي.

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، زرګونه هغه افغانان چې له امریکا سره یې کار کړی و، په افغانستان کې پاتې شول، او اوس د طالبانو له خوا له څرګندو ګواښونو سره مخ دي. خو د ترمپ حکومت تازه د دغو افغانانو د ویزو او پناه غوښتنې دوسیو څېړنه ځنډولي او ویلي یې دي چې دا ځنډ به اوږد مهاله وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button