فرانسوي ورځپاڼه: د امريکا ګامونه د نړيوال نظم لپاره ګواښ دی

يوې مخکښې فرانسوي رسنۍ خبرداری ورکړی چې د امريکا د ولسمشر امر د وينزويلا پر وړاندې پوځي اقدام کولای شي د نړيوال نظم او ثبات لپاره پراخې پايلې ولري.
د فرانسې ورځپاڼې «ليبراسيون» د خپلې لومړۍ مخ سرليک کې د وينزويلا پر حالاتو تمرکز کړی او ليکلي يې دي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي تر وينزويلا وروسته پر بل هېواد د واکمنۍ يا فشار هڅه وکړي. دغه ورځپاڼه دا تګلاره د واشنګټن د تهاجمي بهرنۍ تګلارې ناسم نښه بللې ده.
«ليبراسيون» د ټرمپ د پخوانيو څرګندونو په يادولو سره چې د ګرېنلينډ، کولمبيا او کيوبا په اړه يې کړي، زياته کړې ده چې د امريکا پوځي ګواښونه او کړنې د نړيوال نظم بنسټونه له ستونزو سره مخ کوي او ښايي نه اټکل کېدونکې پايلې ولري.
په همدې تړاو، د هنګري صدراعظم ويکټر اوربان هم څرګنده کړې چې د امريکا ګامونه د وينزويلا پر وړاندې د اوسني نړيوال نظم د زوال نور شواهد وړاندې کوي. نوموړي د ډونالډ ټرمپ بېرته سپينې ماڼۍ ته ستنېدل د نړيوال ليبرال نظم لپاره جدي ضربه بللې ده.
د هنګري صدراعظم ټينګار کړی چې نوی نړيوال نظام لا روښانه بڼه نه ده اخيستې او راتلونکي کلونه به لا ډېر بې ثباته، نه اټکل کېدونکي او خطرناک وي.
د راپور له مخې، د امريکا هڅه چې د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو ونيسي، پراخې نړيوالې غبرګونونه راپارولي دي، او يو شمېر هېوادونو دا کار د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالې حقوقي اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.




