آنروا د خپل فعالیتونو د کمزوري کېدو په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کاریابي اداره (آنروا) ویلي، هڅې روانې دي چې دغه اداره له منځه یووړل شي او فعالیتونه یې ودرول شي، چې هدف یې د فلسطینیانو د کډوالۍ حالت ختمول دي؛ یو اقدام چې دغه اداره یې د نړیوال نظام لپاره خطرناک ساری ګڼي.
د آنروا مشر، فیلیپ لازارینی، د “کډوالو فورم” په غونډه کې ویلي، د دې ادارې کمزورې کول نه یوازې میلیونونه فلسطیني کډوال له خطر سره مخ کوي، بلکې د بشردوستانه کارکوونکو ژوند او د نړیوال څو اړخیز نظام اعتبار هم ګواښي.
نوموړي زیاته کړه چې آنروا د فلسطینیانو د بشري ملاتړ یو له مهمو ستنو څخه ده، چې په بېلابېلو برخو لکه زدهکړه، روغتیا او بیړنیو مرستو کې فعالیت کوي او هر ډول هڅه چې دغه اداره له منځه یوسي، پراخې بشري او سیاسي پایلې به ولري.
لازارینی ټینګار وکړ چې د فلسطیني کډوالو د کړکېچ د حل مؤثره او دوامداره لارې یوازې د اصولو پر بنسټ، قوي سیاسي اقدام او باثباته، مسؤل مالي ملاتړ سره شوني دي.




