آنروا: زموږ فعالیتونه د اسراییلو قوانینو پورې تړلي نه دي

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستې او کاریابۍ ادارې (آنروا) اعلان کړی چې د دې ادارې فعالیتونه په لوېدیځه غاړه کې د اسراییل د قوانینو او ارادې تابع نه دي او لا هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د رسمي ماموریت پر بنسټ پرمخ ځي.
د دې ادارې د رسنیو مشاور عدنان ابو حسنه ویلي چې تر اوسه د اسراییلي چارواکو لخوا د شمالي لوېدیځې غاړې کمپونو ته د کډوالو د بېرته ستنیدو په اړه کوم رسمي شرط یا اعلان نه دی تر لاسه شوی او هغه راپورونه چې په دې اړه خپاره شوي، یوازې د اسراییلي رسنیو ادعاوې دي.
ابو حسنه ټینګار کړی چې آنروا داسې اداره نه ده چې د اسراییلو د قوانینو پر بنسټ فعالیت وکړي او ماموریت یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا تازه تمدید شوی دی. هغه زیاته کړه چې شاوخوا یو میلیون فلسطیني کډوالو ته خدماتو ورکولو لړۍ دوام لري او د ادارې په تصمیم کې، چې په لوېدیځه غاړه کې خپل حضور او دندې ته دوام ورکړي، هېڅ بدلون نه دی راغلی.
بلخوا راپورونه وایي چې نن سهار، د اسراییلو ځواکونو په بیتالمقدس کې د آنروا دفتر ته تللي او د یادې ادارې ودانۍ یې تلاشي کړې ده. دا ډول اقدامات د نړیوالو ادارو پر فعالیتونو د محدودیتونو اندېښنې لا زیاتې کړي او پر دې ټینګار کوي چې د فلسطین بشري وضعیت باندې باید نړیواله څارنه نوره هم زیاته شي.




