آنروا: په غزه کې د زده کړو بحران او د فلسطینیانو لوږه جوړښتې بڼه غوره کړې

د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کاري چارو اداره (آنروا) وایي، د غزې په سیمه کې د بشري بحران زیاتېدو له امله يې په ۵۹ سرپناوو کې ۳۳۰ موقتي ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي. که څه هم دغه ځایونه لومړني امکانات او تعلیمي وسایل نه لري، خو له ۴۴ زرو ډېر ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د آنروا د رسمي څرګندونو له مخې، د اسرائیل د رژیم له خوا لګول شوي شدید مالي محدودیتونه او سخت سیاستونه دې ادارې ته د سقوط تر حده ګوزار ورکړی دی. د آنروا د رسنیز سلاکار عدنان ابو حسنه په وینا، د بودیجې کمښت نه یوازې د زده کړو برخه اغېزمنه کړې، بلکې د روغتیا او خوړو رسونه هم له ستونزو سره مخ کړې ده، او دا وضعیت په غزه، لوېدیځې غاړې، سوریه، لبنان او اردن کې میلیونونه فلسطیني کډوال اغېزمن کړي دي.
هغه دا هم ویلي، چې پر آنروا باندې د فعالیت د منع قانوني کولو هڅې او زیاتېدونکي محدودیتونه، د پورونو زیاتوالي لامل شوي، او تمه ده چې د ۲۰۲۵م کال د لومړۍ رباعي تر پایه يې د بودیجې کسر شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي. د ابو حسنه په وینا، دا مالي کمښت د آنروا له ۳۰ زرو زیات کارکوونکي د تنخاګانو له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
په داسې حال کې چې د فلسطیني ولس، په ځانګړي ډول ماشومانو، پر وړاندې فشارونه دوام لري، د مرستو نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د وضعیت دوام به د دې سیمې بېبرخې نسلونه له لا نورو تیارو سره مخ کړي. سره له دغې ناوریني وضعې، د طالبانو اداره تر دې دمه د دغه بشري بحران په وړاندې هېڅ عکسالعمل نه دی ښودلی او لا هم د چوپتیا او بېپامي سیاست خپل کړی دی.




