په بدخشان کې ۲۰۰ روزنیز محصلینو ته کاري بستې وېشل شوې

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاريو ادارې (JICA) په ملاتړ د بدخشان ولایت ۲۰۰ روزنیزو محصلینو ته مسلکي کاري بستې وېشلې دي.
دغه اقدام د هغو پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شوی چې موخهیې د نشه يي توکو د کارونې له امله د متاثره شویو کسانو د ژوند د ښه والي ملاتړ دی. د دې پروګرام هدف دا دی چې یاد کسان وتوانېږي په دوامداره ډول عادي ژوند او ټولنې ته بېرته راستانه شي.
محصلینو له دې مخکې په فني برخو لکه ګنډلو، ګلدوزۍ، خوږو موادو جوړولو، برېښنايي سیمکښۍ، د موټر چپنو او نلدوانۍ کې مسلکي روزنې بشپړې کړې وې او اوس هغوی ته د عملي کار د پيل لپاره اړین وسایل ورکړل شوي دي.
د UNODC مسؤلین وايي، د کاري مهارتونو رامنځته کول او د وسایلو برابرول کولی شي د دغو کسانو د عاید ترلاسه کولو، ځانبساینې او خپل سیمو ته د بېرته ورګډېدو بهیر لا پیاوړی کړي.




