یونودک: د مالي سرچینو تنوع د کوکنارو د کر کيدو د بيا راګرځېدو د مخنيوي لپاره اړين دی

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) ويلي، په افغانستان کې د کوکنارو د کر د بيا پيلېدو مخنيوی يواځې د بشرپالو مرستو پر تکيه ممکن نه دی، بلکې د مالي سرچينو د تنوع او دوامدارو پانګونو ته اړتيا لري. دغه بنسټ ټينګار کړی چې بديلې پراختيا بايد د سوداګرۍ پر وده او د خصوصي سکتور پر پياوړتيا ولاړه وي.
د يونودک په وينا، د “بديلې کروندې” پروګرامونه هغه وخت بريالي کېدای شي چې بزګرانو ته د قانوني عوايدو لپاره د کار واقعي فرصتونه، دوامداره پانګونې او بازار ته لاسرسی برابر شي. د دغو زمېنو له نشتوالي سره، د بزګرانو د بيا کوکنارو کښت احتمال لا هم شته.
افغانستان په تېرو کلونو کې د نړۍ له سترکوکنارو توليدوونکو هېوادونو څخه و، او د ډېرو کليوالو سيمو اقتصاد له دې کرنې سره تړلی و. کارپوهان باور لري چې د باور وړ او اوږدمهالو اقتصادي بديلو پرته، يوازې بنديزونه نشي کولای دا ستونزه په دوامداره توګه حل کړي.
په عين وخت کې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کوکنارو کر بند کړی، خو نړيوالو بنسټونو بيا بيا ټينګار کړی چې د دې پرېکړې د دوام لپاره بايد د پرمختيايي پروګرامونو عملي ملاتړ، سيمه ييزو بازارونو ته لاسرسی او د بزګرانو ملاتړ لومړيتوب وګڼل شي. د يوې پراخې او روښانه اقتصادي تګلارې نشتوالی د کرنيزو سيمو د اوسېدونکو د عايداتو د راتلونکي په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.




