امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کاپیسا، پروان او پنجشیر کې د یو نااشنا بې‌پیلوټه الوتکې ګرځېدنه خلکو ته اندېښنې پیدا کړي

ځايي سرچینو د یکشنبې په ورځ (د قوس ۱۶مه، ۱۴۰۴ هـ.ش) د کاپیسا ولایت څخه خبر ورکړی چې یوه نااشنا بې‌پیلوټه الوتکه سهار شاوخوا ۹:۴۰ بجې د ختیځ له لوري د دې ولایت فضايي حریم ته داخله شوې ده. دې الوتکې د کوهستان د اول او دویم ولسوالیو پر فضا ګرځېدنه کړې او وروسته یې خپل مسیر د پروان او پنجشیر ولایتونو خوا ته دوام ورکړی.

د سرچینو په وینا، دا نااشنا الوتکه وروسته د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ پر فضا او بیا د پنجشیر ولایت د فراج کلي ته ننوتله. د دغې بې‌پیلوټه الوتکې فعالیت، چې له مهمو او ستراتېژيکو سیمو څخه د شمال ختیځ ولایتونو په فضا کې ترسره شوی، د سیمې اوسېدونکو ته اندېښنې پیدا کړې دي.

تر اوسه د دې الوتکې هویت، موخه او د استولو هېواد څرګند نه دی، او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. دا پېښه یو ځل بیا پر هېواد د فضايي حریم د امنیت او د طالبانو د حکومت د وړتیا په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل ولایت اوسېدونکو په پلازمېنه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو خبر ورکړی و، چې د دې ډول پېښو د تکرار نښه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button