نظرونه

د یو اړخیز سیاست زیانونه او د توازن اړتیا

تېرې چهارشنبې، ولادیمیر پوتین په کرملین ماڼۍ کې جولاني ته د درناوي یو شانداره هرکلی وکړ.

بشارالاسد چې اوس په مسکو کې میشت دی، بې‌شکه دا صحنه یې لیدلې ده. ښایي دا لومړی ځل وي چې هغه دا واقعیت ته متوجه شوی وي چې ټول سیاسي هیلې او تګلارې باید په یو ځای یا یو هېواد پورې تړلې نه وي.

ممکن ده هغه له ځانه سره ویلي وي چې باید په یوه وخت کې له امریکا او روسیې دواړو سره اړیکې ساتلې وای او د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو په توازن کې هم هڅه کړې وای.

که داسې یې کړي وای، ښایي د هغه سیاسي برخلیک تر دې حال ته نه رسېدلی وای. د سیاست ټول هیلې په یو سبد کې اېښودل ډېری وخت له خطرناکو پایلو سره مل وي.

د دې ډول سیاست بله بېلګه اوکراین ده، چې د ناټو غړیتوب ته په یو اړخیز تمرکز سره یې ځان د درنو کړکېچونو او شخړو تر اغېز لاندې راوست.

په بله بڼه، د افغانستان طالبان هم د خپل دريځ له مخې یوازې د خدای لاره خپله کړې او ټول سیاسي او ټولنیز تمرکز یې په الله پاک پورې تړلی؛ خو د خلکو حقونو او غوښتنو ته یې شاته کتلي دي. په داسې حال کې چې خدای خپله یوازې د خپل حق خبره نه ده کړې، بلکې د خلکو د حقونو یادونه یې هم کړې ده.

د خلکو د رنځ او بې‌ځایه کېدو نادیده نیول، حتی که د خدای د امر د پوره اطاعت په نوم هم وي، په پایله کې تباهي زېږوي.

ډاکټر سید جواد سجادې

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button