یونیسف بامیان کې له اړمنو کورنیو سره د ژمني مرستو لړۍ چټکه کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د ژمي د یخنۍ له راتګ سره هممهاله، یې په بامیان ولایت کې له زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ ګړندۍ کړې ده.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، روانه اونۍ یې بامیان کې له ۲۴۴ زیانمنو کورنیو سره د ژمنیو جامو او کمپلو د بستو مرسته کړې ده. دا مرستې د دې لپاره وېشل شوې چې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، د ژمي له شدیده یخنۍ څخه وساتل شي، همداراز د دوی ټولنیزه او اقتصادي زیانمنتیا کمه شي.
یونیسف ټینګار کړی چې دوی زیاتره مرسته له هغو ماشومانو او کورنیو سره کوي چې په اضطراري او سختو شرایطو کې ژوند کوي، او هڅه یې دا ده چې تر سخت ژمي مخکې اړینې جامې او د ژوند لومړنۍ وسایل ور ورسېږي.
په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اغېزناکو حمایوي جوړښتونو او مسؤلو ادارو نشتوالی محسوسېږي، یونیسف وايي چې د دغو مرستو وېش ښيي نړیوال بنسټونه لا هم د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د مرکزي ولایتونو، په ملاتړ کې مهم رول لري؛ سیمې چې له پخوا راهیسې له محرومیت او بېپامي سره مخامخ دي.




