ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

یونیسف د کونړ زلزله‌ځپلو ماشومانو ته د ژمنیو مرستو وېش پیل کړی

په کونړ ولایت کې د شپې د تودوخې د صفر درجې نه ښکته کېدو سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د هغو کورنیو لپاره د ژمنیو مرستو بهیر روان دی چې په وروستیو زلزلو کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

یونیسف افغانستان ویلي چې ډېری کورنۍ اړې دي شپې په سختې یخنۍ کې تېرې کړي، کوم وضعیت چې ماشومان تر ټولو ډېر له خطر سره مخ کوي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دې ادارې تېره اونۍ د ۱٬۷۷۵ سیټونو ژمني کالي او ۳٬۵۵۰ کمپلې په اغېزمنو سیمو کې وېشلې دي ترڅو ماشومان د یخنۍ له اغېزو وساتل شي.

د بشري مرستو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د سړې هوا دوام او د مناسب سرپناه نشتوالی کولای شي د زلزله‌ځپلو سیمو انساني وضعیت لا پسې خراب کړي او د بېړنیو او دوامدارو ملاتړونو اړتیا لاهم موجوده ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button