روغتيامهم خبرونهمهم سرلیک

یونیسف: د وچکالۍ دوام د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ پېښ کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ دوام میلیونونه اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ماشومان، له پاکو اوبو نه د محرومېدو له خطر سره مخامخ کړي دي. یاد بنسټ وایي د څښاک پاکو اوبو ته نه‌لاسره د ماشومانو روغتیا او وده له جدي خطر سره مخ کوي.

یونیسف د یکشنبې په ورځ، دویم د قوس، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کوریایي جمهوریت په همکارۍ یې د غور او ننګرهار ولایتونو په شلو محلي ټولنو کې د اوبو رسونې پروژې پیل کړي دي. د دې ادارې په وینا، یادې پروژه‌ګانې د دوامدارو او باوري اوبو رسونې سیسټمونو جوړول شامل دي.

یونیسف ټینګار کړی چې یوازینی مؤثر حل دا دی چې په محلي ټولنو کې د باور وړ او اوږدمهاله اوبو د رسونې سیستمونه جوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره د لرې پرتې او زیان لیدلې سیمو ته د څښاک د پاکو اوبو په ګډون د اساسي او زیربنایي خدماتو له برابرولو غفلت کړی او نړیوال بنسټونه د دې خلا د ډکولو مسؤل ګڼي.

د وچکالۍ دوام او د اوبو سرچینو په مدیریت کې د اوسني حکومت کمزوري، د پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم اندېښمن کړی دی. څارونکي خبرداری ورکوي که چېرې پر وخت او پراخ غبرګون ونه ښودل شي، په افغانستان کې به د نويو روغتیايي او بشري ستونزو یو نوی څپه رامنځ ته شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button