یونیسف کنر کې زلزلهځپلو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې د کنر ولایت په «خاص کنر» کمپ کې د زلزلهځپلو لپاره د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوې ده؛ دا اقدام له زلزلو درې میاشتې وروسته عملي شوی دی.
د افغانستان لپاره د یونیسف استازي تاجالدین اویوالی د دوشنبې په ورځ (۲۴ د قوس) په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې لیکلي، چې اوس په یاد کمپ کې پاکې اوبه بهیږي او بېځایه شوې کورنۍ ترې ګټه اخلي. د هغه په وینا، یونیسف د لمر د انرژۍ په وسیله یوه دوامداره او اقتصادي سیستم فعال کړی تر څو خلکو ته پاکې اوبه ورسوي.
یونیسف ټینګار کړی، چې د لمریزه انرژۍ کارول کولای شي د سختو شرایطو پرمهال د اوبو رسونې خدماتو دوام یقیني کړي؛ دا موضوع په ختیځو لیرې پرتو سیمو کې ځانګړی اهمیت لري.
له بلې خوا، د طالبانو ادارې د دغو زلزلو د تلفاتو او زیانونو شمېر زیات ښودلی دی. سره له دې چې اړینې بشري مرستې ډېرې وخت د نړیوالو بنسټونو لهخوا برابرېږي، خو د شفافیت نشتوالی او ځنډني کورني غبرګونونه، د طالبانو د ادارې د ظرفیت او د بشري بحرانونو د مدیریت پر مسئولیتپذیرۍ یو ځل بیا پوښتنې راپورته کړې دي.




