یونیسف د ختیځ افغانستان زلزلهځپلو کورنیو ته د خوړو مرسته برابروي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان (فائو) په همکارۍ او د فرانسې د حکومت په مالي ملاتړ، یو پروګرام یې پیل کړی څو د ختیځ افغانستان د زلزلهځپلو کورنیو ملاتړ وکړي. دا پروګرام د کونړ او ننګرهار ولایتونه رانغاړي، هغه سیمې چې د ۲۰۲۵ کال د زلزلو له کبله له پراخو زیانونو سره مخ شوې وې.
د یونیسف په وینا، دا پروژه د «د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت» په چوکاټ کې، د دوه میلیونه یورو په بودیجه پلي کېږي. د دې پروژې موخه دا ده چې د کورنیو د خوړو د تولید کچه لوړه کړي، د سالمې تغذیې لاسرسی پراخ کړي او د خوارځواکۍ پېښې راکمې کړي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له دې پروګرامه به له ۵۱ زرو څخه ډېر کسان په مستقیم ډول ګټه واخلي. د دغو کورنیو ډېری هغه مهال له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ شوې، چې د زلزلو له امله یې د تولیدي وسایل له منځه ولاړل.
د دې طرحې د پلي کېدو تمرکز پر هغو ولسوالیو دی چې په کونړ او ننګرهار کې له زلزلو ډېر زیانمنې شوې دي، ځکه د کورنیو تولیدي وړتیا راکمه شوې او د خوړو ته لاسرسی محدود شوی دی. یونیسف زیاتوي، د خوړو د تولید او تغذیې خدماتو پیاوړتیا کولای شي د دغو ولسوالیو شاوخوا ۱۹۰ زرو نورو وګړو په ژوند هم غیرمستقیم اغېز وکړي.
د مرستندویو ادارو په وینا، د دې ډول پروګرامونو دوام د خوارځواکۍ د خپرېدو د مخنیوي او د کورنیو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د زیانمنۍ د راکمولو لپاره حیاتي ارزښت لري.




