روغتيامهم خبرونه

یونیسف: په د ننگرهار غرنیو سیمو کې د کورنیو روغتیایي مرکز فعالیت پيل شو

یونیسف اعلان کړی چې د ننگرهار ولایت په لېرو او غرنیو سیمو کې د «میاجي کورنۍ روغتیایي کور» د کورنیو لپاره بنسټیز روغتیایي خدمات برابروي. دا هغه خدمات دي چې د دغو سیمو اوسېدونکي یې تل د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دغه مرکز روغتیایي کارکوونکي د اروپايي اتحادیې په ملاتړ د خوندي زيږون ساتنه، تغذيې ملاتړ او لومړني درملیز خدمات وړاندې کوي، څو کورنۍ وکولای شي د خپل استوګن ځای په نژدې برخه کې د ژوند ژغورونکي خدمات ترلاسه کړي.

مرستندویه بنسټونو څو ځل ټينګار کړی چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې، په ځانګړي ډول د طالبانو تر ادارې لاندې، عادلانه او دوامدار لاسرسی روغتیایي خدماتو ته له جدي ستونزو سره مخ دی. دوی وايي، د دا ډول مرکزونو دوامداره فعالیت د مړينې د راکمېدو او د میندو او ماشومانو د روغتيا د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.

یونیسف زیاته کړې چې د روغتیایي خدماتو د پراختیا تمرکز په لېرو سیمو کې کولای شي هغه تشه کمه کړي چې د لومړني پاملرنې په برخه کې موجوده ده، یوه تشه چې ډېر یې د محرومو او ټیټ عاید لرونکو کورنیو پر ژوند اغېز کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button