یونیسف: د افغانستان د ماشومانو زدهکړه باید د بحرانونو په وخت کې ونه درېږي

یونیسف افغانستان ویلي چې د مرسته کوونکو د مالي ملاتړ په مټ به داسې پروګرامونه پلي کوي چې د بېوسه ماشومانو زدهکړې ته د بیړنیو حالاتو پر مهال دوام ورکړي، څو د زدهکړې بهیر د بحران پر وخت ونه درېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د موقتي او خوندي زدهکړیزو ځایونو جوړول، د کتابونو او قلمونو وېش، او د ښوونکو روزنه هغه اقدامات دي چې د ماشومانو د زدهکړې دوام او لاسرسي د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي.
یونیسف ټینګار کړی چې دوامداره زدهکړه، په ځانګړي ډول د بیړني حالت پر مهال، د ماشومانو د رواني ملاتړ او د هغوی د راتلونکي د ساتنې لپاره ډېر مهم رول لري، او دا پروګرامونه د بېلابېلو سیمو د عاجلو تعلیمي اړتیاوو پر بنسټ طرحه شوي دي.
دغه نړیواله اداره تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان پرلهپسې بحرانونه د ماشومانو د زدهکړې حق له جدي ګواښ سره مخ کړی، او د دې ډول ملاتړ دوام د ماشومانو د تعلیمي محرومیت د مخنیوي لپاره حیاتي ګڼل کېږي.




