یونیسف د پاکستان د پوځ له بریدونو کې د ماشومانو وژل غندلي دي

په خوست ولايت کې د پاکستان د پوځ له مرګونو بريدونو وروسته، چې پکې لږ تر لږه لس ملکي کسان، اکثره ماشومان، وژل شوي دي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونېسف) خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
يونېسف د چارشنبې په ورځ، د ليندې په پنځمه، په يوه اعلاميه کې ټينګار کړی چې “ماشومان هېڅکله هم بايد د بريدونو هدف ونه ګرځي” او غوښتنه يې کړې چې هغه تاوتريخوالی پای ته ورسېږي چې د جګړه ځپلو سيمو ماشومانو ژوند ته خطر جوړوي. دغه بنسټ له خوستي پېښې قربانيانو له کورنيو سره هم خپله خواخوږي ښوولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر هم دغه پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې په دې بريد کې لس عادې کسان وژل شوي چې ډېری يي ماشومان وو. د يوناما په وينا، په دې بريد کې شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د بريد مسئوليت نه دی منلی او ادعا کوي چې يواځې يې نظامي اهداف په نښه کړي وو؛ خو نړيوال بنسټونه لکه يونېسف د بشر حقونو د رعایت اړتیا او د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه ماشومانو، د ساتنې غوښتنه کوي.
د طالبانو اداره، چې د افغانستان د خلکو د امنيت مسئوليت لري، تر اوسه پورې د دې بريدونو او د ملکي تلفاتو په تړاو څرګند غبرګون نهدی ښودلی. دغه چوپتيا د طالبانو د ادارې پر مسئوليتونو د پاملرنې نشتوالي په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.




