یونیسف: پاکو اوبو ته لاسرسی د ماشومانو د زدهکړې فرصتونه زیاتوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې پاکو اوبو ته د لاسرسي پراخېدل کولای شي د ماشومانو روغتیا او د دوی د مکتب حاضري په مستقیم ډول ښه کړي. دغه اداره د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۳۰مه، ټینګار کړی چې خوندي څښاک اوبو شتون به ماشومانو ته د اوبو د راوړي له اوږدو مزلونو څخه مخه ونیسي او هغوی ته به د زدهکړې لپاره ډېر وخت برابر کړي.
د یونیسف په وینا، په هېواد کې د پاکو اوبو نشتوالی لامل شوی چې ډېری کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، ساعتونه وخت په اوبو راوړي ولګوي؛ داسې حالت چې د هغوی روغتیا ګواښي او د زدهکړې بهیر ګډوډوي. دا ستونزه په داسې حال کې دوام لري چې پرلهپسې وچکالۍ او د اوبو د سرچینو کمښت پر کورنیو فشارونه زیات کړي دي.
یونیسف له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې وچکالي د ماشومانو او کورنیو لپاره د سالمو څښاک اوبو له محرومیت سره برابره ده. د دې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان د میلیونونو وګړو لپاره د پاکو اوبو لاسرسی خورا محدود شوی او له هر لسو افغانانو څخه اته تنه ککړې اوبه څښي.
د بشري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د پاکو اوبو برابرول د بنسټیزو عامه خدمتونو له ډلې ده او اړونده ادارې، په ځانګړي ډول د طالبانو اداره، مکلفې دي چې د اوبو د رسولو د بنسټونو د ښهوالي او د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره عملي او عاجل ګامونه پورته کړي، ځکه د دې وضعیت دوام تر ټولو ډېر ماشومانو ته زیان اړوي.




