روغتيامهم خبرونه

یونیسف: لوبه د ماشومانو د رواني روغتیا لپاره اړینه ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ټینګار کړی چې لوبه د ماشومانو د سالم رواني او فزیکي ودې له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ، د دلو له ۱۳مې نېټې، په ایکس شبکې کې په یوه پیغام کې ویلي چې لوبه د زده‌کړې، ذهني مهارتونو د پیاوړتیا او د ماشومانو د رواني او فزیکي روغتیا د ساتنې په برخه کې مهم رول لري. د یونیسف په وینا، لوبه د تجربې، خلاقیت او ټولنیز تعامل لپاره یو خوندي چاپېریال برابروي.

د دې اعلامیې له مخې، د لوبو فرصتونه برابرول کولی شي ماشومانو سره مرسته وکړي چې ذهني فشارونه ښه مدیریت کړي او خپلې ټولنیزې او ادراکي وړتیاوې پراخې کړي؛ هغه مهارتونه چې د دوی د ورځني ژوند او راتلونکي لپاره حیاتي دي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان ماشومان د ژوند له سختو شرایطو لاندې دي او د هغوی رواني روغتیا ډېر زیان‌منه شوې ده. د تعلیمي اسانتیاوو کمښت، روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی او د تاوتریخوالي او بشري کړکېچونو پرله‌پسې تجربې د ماشومانو رواني حالت ته زیان رسولی دی.

سربېره پر دې، په تعلیمي او تفریحي برخو کې پراخ محدودیتونه، په ځانګړې توګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، لامل شوي چې ګڼ ماشومان له خوندي چاپېریالونو څخه بې‌برخې پاتې شي؛ هغه موضوع چې د نړیوالو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button