د یونيسف ۹ کانتينره بشري مرستې د تورخم په لور ولېږدول شوې

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) نهو کانتينرونو کې بشري مرستې چې د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړې شوې دي، د خيبرپښتونخوا له جمرود تمېنل څخه د تورخم بندر په لور لېږدول شوې دي.
ويل کېږي، دغه محمولهګانې د يونيسف له خوا د خوړو توکي دي چې د افغانانو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره لېږل کېږي. سرچينې زياتوي، په دويم پړاو کې به د يونيسف طبي مرسته چې درمل او روغتيايي وسايل پکې شامل دي، هم افغانستان ته واستول شي.
پاکستاني چارواکو ويلي چې د طالبانو د ادارې له رسمي اجازې ترلاسه کولو وروسته به د دغو کانتينرونو د تصفيې او ترخيص بهير پيل شي. د دوی په وينا، د تورخم بندر د ګمرک کارکوونکي د ملګرو ملتونو د محمولهګانو د تېرېدو لپاره پوره تياری لري او تر وروستۍ تصديق وروسته به دا مرستې افغانستان ته داخلې شي.
تر د دې راپور د چمتو کېدو پورې، د طالبانو ادارې په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا مرستې په داسې حال کې د تورخم پر لور لېږدول کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو کړکېچونو له امله ټول اووه تجارتي لارو، د تورخم په ګډون، د ۲۰۲۵ د اکتوبر له ۱۱مې نېټې راپدېخوا تړلې پاتې شوې دي چې دا وضعيت د خلکو پر بشري مرستو د لاسرسي ناوړه اغېز کړی دی.




