مهم خبرونهنړیوال

د نيويارک شاروال د مادورو د نيول کېدو په اړه غبرګون وښود

زهران ممداني، د نيويارک ښار شاروال، ويلي چې نن سهار يې د وېنزويلا د ولسمشر نيكولاس مادورو او د ده د مېرمنې د نيولو په اړه د متحده ايالاتو د پوځ له خوا او د هغوی د نيويارک فدرالي توقیف ته د لېږد په اړه خبر ترلاسه کړی دی.

نيويارک شاروال په خپل پېغام کې په ټولنيز شبکه «اېکس» کې ټينګار کړی چې د يوه خپلواک هېواد پر وړاندې يو اړخيز اقدام د ده په اند د جګړې عمل بلل کېږي او له فدرالي قوانينو او نړيوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

د ممداني په وينا، د دې پېښې پايلې يوازې بهرنيو اړيکو ته نه محدودېږي، بلکې د نيويارک پر ښار به هم نېغ په نېغ اغېز وکړي؛ دغه ښار چې لسګونه زره وېنزويلايي اوسېدونکي لري. هغه زياته کړې چې د ده اساسي لومړيتوب د دغو اوسېدونکو او د ټولو نيويارکيانو امنيت تأمين دی.

نيويارک شاروال همدارنګه ويلي چې د ده اداره روانو پېښو ته په پرله‌پسې ډول پاملرنه کوي او که اړتيا وي، د وضعيت د سم مديريت لپاره اړين لارښوونې او اقدامات ترسره کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button