ټولنه‌یزمهم خبرونه

یونیسف: د میلیونونو کډوالو ستنېدل د افغانستان بشري بحران ژور کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرسته کوونکې اداره (یونیسف) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان دا مهال له نړۍ والو لويو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی. د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیله تر دې دمه، له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۶ میلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې دا لړۍ د بشري بحرانونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.

یونیسف زیاتوي، د کډوالو دا پراخ ستنېدل په افغانستان کې د استوګنې د سخت کمښت، د خوړو د نه مصونیت، او روغتیايي او تعلیمي سیسټمونو باندې د فشار د زیاتوالي سبب شوی دی. اوسني شرایط دې ته اړ کړي، چې ډېری بېرته راستانه شوي کورنۍ د سختو اقتصادي ستونزو او له لومړنیو خدماتو څخه د کافي نه لاسرسي په حالت کې ژوند وکړي.

کارپوهان وايي، د طالبانو له لوري د روښانه پالیسیو او اغېزناکو حمایوي پروګرامونو نشتوالی د دې بحران د حل وړتیا ورځ تر بلې کمه کړې ده. د دوی په وینا، پر نړیوالو ادارو د لګول شويو محدودیتونو او د ډېرو پرمختیايي پروژو درېدلو حالت لا پسې خراب کړی.

که څه هم افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې له دوامدارو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی، خو روان کال له ګاونډیو هېوادونو څخه د ډېرو کډوالو ستنېدل په ځانګړې توګه په ښاري او سرحدي سیمو کې د مشکلاتو کچه نور هم لوړه کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button