ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو ډېر خلک ژغورندوی معلوماتو ته لاسرسی موندلی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېر خلک ژغورندوی معلوماتو ته رسېدلي دي. د دې ادارې په وینا، د دقیقو او پر وخت معلوماتو برابرول خلکو ته مرسته کوي چې خپل ځان او خپلې کورنۍ له خطرونو څخه وساتي.

یونیسف زیاته کړې چې په همدې موده کې، ۲۹۱ زره تنه چې د دې ادارې له خدماتو څخه یې ګټه اخیستې، خپلې نظریې او نظرونه ورسره شریک کړي دي. د دې سازمان په باور، دغه نظریات د هغو خدماتو او پروګرامونو د کیفیت په ښه‌والي کې مهم رول لري چې خلک پرې تکیه کوي.

یونیسف ټینګار کړی چې د باور وړ معلوماتو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول د بشري سختو حالاتو پر مهال، د افغانستان د اوسېدونکو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده. دا اداره وایي، هڅه کوي چې د بېلابېلو سیمو د پوهاوي پروګرامونو د پراخولو له لارې د کورنیو او ټولنو د لا ښه ساتنې زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button