یونیسف: له شل میلیونو ډېر افغانان د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راغلي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې له شل میلیونو ډېر کسان په ټوله افغانستان کې، چې له هغې شمېرې څخه تر ۱۱ میلیونو زیات ماشومان دي، د دې ادارې د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
یونیسف ویلي چې دغه مرستې په یو منسجم ډول د روغتیا، زدهکړو، تغذیې او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې وړاندې شوي او د هېواد بېلابېل سیمې یې رانغښتي دي. دغه اداره ټینګار کړی چې د احصایې هره شمېره د یوه انسان ژوند استازیتوب کوي چې د اړینو خدمتونو لاسرسی ورته برابر شوی دی.
افغانستان لا هم له پراخ بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه اوسېدونکي لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو د ادارې له خوا لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو د کار په برخه کې په ځینو ادارو کې، په وروستیو کلونو کې د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې اندېښنې راپارولي دي؛ دا هغه موضوع ده چې د مرستو ورکوونکو ادارو له لوري څو ځله د هغې د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
سره له دې ننګونو، نړیوالې ادارې وایي چې د افغانستان د خلکو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې یې نه دي درولي او ټینګار کوي چې بېخنډه لاسرسی هغو سیمو ته چې اړتیا لري، د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره حیاتي اهمیت لري.




