یونیسف: نږدې درېیمه برخه د افغانستان خلک لا هم له پاکو اوبو بېبرخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلام کړی چې نږدې درېیمه برخه د افغانستان خلک لا هم د څښاک د پاکو او کافي اوبو له لاسرسي بېبرخې دي؛ دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.
د یونیسف په وینا، دې ادارې په ۲۰۲۵ کال کې توانېدلې چې د ۲.۱ میلیونو کسانو لپاره په افغانستان کې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي. خو دغه سازمان ټینګار کړی چې دا کچه د اوسنیو پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او اړینه ده چې د هېواد ټولو ماشومانو ته د خوندي اوبو د برابرولو لپاره لا ډېرې هڅې وشي.
د څښاک د پاکو اوبو کموالی په ډېرو ښاري او کلیوالو سیمو کې لا هم یوه جدي ننګونه ده. د معیاري اوبو رسولو د بنسټونو نشتوالی، پرلهپسې وچکالۍ او پراخ فقر هغه عوامل دي چې د خلکو د لاسرسي مخه یې نیولې ده.
په اوسني وضعیت کې د دې بنسټیزې اړتیا پوره کولو مسؤلیت د طالبانو ادارې ته متوجه دی؛ خو د ځینو ولایتونو اوسېدونکي د لومړنیو خدماتو له نشتوالي شکایت لري او تمه کېږي چې د اوبو د سرچینو د سم مدیریت او د اوبو رسولو د شبکو د پراخولو لپاره اغېزمن او شفاف پروګرامونه عملي شي. د پاکو اوبو برابرول نه یوازې یوه حیاتي اړتیا، بلکې د افغانستان د هر ماشوم اساسي حق ګڼل کېږي.




