یونیسف: د واکسین نهلرونکو ماشومانو کمېدل د افغانستان د ماشومانو د ژغورنې لپاره حیاتي دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر کمېدل چې هېڅ واکسین یې نهدی ترلاسه کړی، یوازې یو شمېرنی هدف نهدی، بلکې د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره یو حیاتي اقدام دی. دغه بنسټ ټینګار کړی چې ټولو ته د واکسین برابر لاسرسی کولای شي د هغو ناروغیو له خپرېدو مخه ونیسي چې د واکسین له لارې د مخنیوي وړ دي.
یونیسف د نړیوال د واکسین ائتلاف له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې بنسټ په ملاتړ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ماشومانو ته د خوندي واکسین ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده. د دې سازمان په وینا، لرې پرتو او زیانمنو سیمو ته د واکسین رسول لا هم د روغتیايي پروګرامونو له اساسي لومړیتوبونو څخه دی.
په عین حال کې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول مهم دي او د واکسیناسیون پروګرامونه د دغو هڅو مهمه برخه ده. خو د روغتیا په سیستم کې پراخې ستونزې، په ځینو سیمو کې د اسانتیاوو کمښت او اقتصادي محدودیتونه، د ماشومانو د روغتیايي خدماتو ته د برابر لاسرسي په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېر اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د ډېرو کورنیو لپاره د ژوند لومړني اړتیاوې پوره کول ګران شوي دي. په دغه وضعیت کې، ماشومانو ته د وړیا او خوندي واکسین برابرول نه یوازې یو روغتیايي پروګرام دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي نسل د بقا لپاره یو حیاتي اقدام ګڼل کېږي.




