روغتيامهم خبرونهمهم سرلیک

یونیسف: له يو ميليون څخه زيات افغان ماشومان د سو تغذيې له پلوه ارزول شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د نومبر په میاشت کې له ۱.۲ میلیونه زیاتو ماشومانو په افغانستان کې د لاغرۍ او سختې سو تغذيې له پلوه ارزونه شوې ده. د دې ارزونو پر بنسټ، ۳۳ زره او ۵۱۰ ماشومان چې ۵۸ سلنه یې نجونې دي، د درملنې لپاره ثبت او تر څارنې لاندې راوستل شوي دي.

خو یونیسف ویلي چې د سو تغذيې کړکېچ لا هم ډېر پراخ دی او اټکل کېږي چې نږدې ۸۵۷ زره ماشومان د پنځو کلونو څخه کم عمره د سختې سو تغذيې د درملنې اړتیا لري؛ داسې حالت چې د دوی ژوند په مستقیم ډول ګواښي.

د روغتیایي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې دوامدار فقر، د خوړو ناامنۍ، او کورنیو ته د روغتیایي خدمتونو محدود لاسرسی د دې کړکېچ د پراخېدو اصلي عوامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت تګلارې او محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو د کار په برخه کې د بشري موسسو فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، چې دا د ماشومانو او میندو لپاره د حیاتي خدمتونو د لاسرسي بهیر سخت کړی دی.

یونیسف له نړیوالو مرستندویو موسسو څخه غوښتي چې پراخه همکاري او بې‌خنډه لاسرسی برابر کړي تر څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زیان‌پذیرو ماشومانو بیړنیو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ورکړل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button