یونیسف له افغانستاني ماشومانو سره د مرستو لپاره ۹۴۹ میلیونه ډالره بودجه غوښتې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره ۹۴۹.۱ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا لري. ټاکل شوې چې دا بودجه شاوخوا ۱۲ میلیونه کسانو ته، چې ۶.۵ میلیونه ماشومان پکې شامل دي، مرسته ورسوي.
یونیسف د سهشنبې په ورځ (۲۵ د لیندۍ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغو مالي منابعو ترلاسه کول د دې لپاره مهم دي چې د ماشومانو د ژوند حق، وده او اساسي ژوندی خدماتو ته لاسرسی تضمین شي؛ هغه خدمات چې په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې بشري بحرانونو او پراخو محدودیتونو له امله سخت زیانمن شوي دي.
یادې ادارې ویلي، که دغه بودجه برابره شي، نو ژغورونکې مرستې، اساسي روغتیايي او حمایوي خدمات به ماشومانو او نورو زیانمنو وګړو ته ورکړل شي، بیړني بشري اړتیاوې به راکمې شي، او د سیمهییزو ټولنو د زغم وړتیا به پیاوړې شي.
یونیسف دا هم ویلي، چې راتلونکي میلادي کال کې به ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. دغه اداره مخکې هم څو ځله ټینګار کړی، چې د طالبانو د ادارې سیاستونه او محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو د زدهکړې او کار په برخه کې، د ماشومانو او کورنیو ته د مؤثرو مرستو رسولو بهیر له جدیو ننګونو سره مخ کړی دی.




