ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

یونیسف: کال ۲۰۲۶ باید د افغانستان د ماشومانو لپاره د امن او هیلو کال وي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د نوي میلادي کال له پیل سره په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې کال ۲۰۲۶ دې د افغانستان د ټولو ماشومانو لپاره د امن، سولې او هیلو څخه ډک کال وي.

یاد بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۰مه، په خپل رسمي اېکس پاڼه کې ټینګار کړی چې په نوي کال کې باید هغه زمینه برابره شي چې ټول ماشومان د زده‌کړې، ودې او بریالیتوب فرصت ترلاسه کړي او هېڅ ماشوم له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې پاتې نه شي.

یونیسف زیاته کړې چې هر ماشوم حق لري په یو خوندي او سالم چاپېریال کې لوی شي او د زده‌کړې، مناسبې تغذیې او روغتیايي پاملرنې لاسرسی ولري. دا هغه حقونه دي چې د نړیوالو بنسټونو په وینا، په وروستیو کلونو کې د حاکم وضعیت او پراخو محدودیتونو له امله، د افغانستان د ګڼو ماشومانو لپاره له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې له ۱۱ میلیونو څخه ډېر ماشومان به په افغانستان کې د کال ۲۰۲۶ په ترڅ کې د بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري؛ یو حالت چې د طالبانو د ادارې او نړيوالې ټولنې مسوولیت د ماشومانو د بنسټیزو حقوقو او اړتیاوو د تأمین په برخه کې لا دروندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button