د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د لبنان او سوریې پر حالاتو تمرکز زیاتوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی چې د ایران او افغانستان تر څنګ به پر لبنان او سوریه هم خپل تمرکز زیات کړي څو د دغو هېوادونو اړمنو خلکو ته پر وخت مرسته ورسوي.
یادې کمیشنرۍ ویلي، دا پرېکړه د منځني ختیځ د بېځایه شویو کسانو د زیاتوالي او د ایران او د امریکا تر منځ د روانو ترینګلتیاوو په نظر کې نیولو سره شوې ده. د دې ادارې په وینا، د سیمهییزو تحولاتو له امله د انسانپالنې اړتیاوې په ځینو سیمو کې زیاتې شوي دي.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ ټینګار کړی چې د تمرکز د بدلون موخه دا ده چې د یادو هېوادونو زیانمنو خلکو او بېځایه شویو کورنیو ته ژر او اغېزمن غبرګون وښيي. دغه اداره همدارنګه ویلي چې له سیمهییزو او نړیوالو ادارو سره د ګډ کار بهیر ته به دوام ورکوي څو د بېځایه شویو کسانو وضعیت په ښه توګه اداره شي.




