UNHCR او د افغانستان د وړې مالي بانک تر منځ د بېرتهراستانه شویو لپاره د ملاتړ تفاهمنامه لاسلیک شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او د افغانستان د وړو مالي خدماتو بانک (FMFB) یوه نوې تفاهمنامه لاسلیک کړې، چې هدف یې د بېرتهراستانه شویو افغانانو لپاره د نویو ملاتړیو پروګرامونو پلي کول دي. دا پروګرام به بېرتهراستانه شویو ته کوچني پورونه او تخنیکي زدهکړې برابرې کړي، څو وکولای شي په دوامداره توګه سیمهییز کاروبارونه جوړ او پراخ کړي.
دغه پروژه د اروپايي اتحادیې او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) په ملاتړ پیل شوې او اټکل کېږي چې شاوخوا ۳۳۰۰ بېرتهراستانه شوي کسان به ترې ګټه ترلاسه کړي. د کډوالو عالي کمېشنري چارواکو ویلي چې دا پروګرام به بېرتهراستانه شویو کورنیو ته اقتصادي پیاوړتیا ورکړي او دوی به هڅوي چې د خپلو ټولنو د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې فعاله ونډه واخلي.
په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغان کډوالو بېرتهراستنېدنه باعث شوې چې د کار موندنې او مالي ملاتړ اړتیاوې ډېرې شي. نړیوالې ادارې ټینګار کوي چې د دې ډول پروګرامونو ایجاد نه یوازې د محلي ټولنو اقتصادي ثبات ته لاره هواروي، بلکې د بیا کډوالېدو مخنیوی هم کوي. تر اوسه د طالبانو حکومت دې پروژې ته مشخص غبرګون نهدی ښودلی، حال دا چې د بېرتهراستانه شویو ملاتړ ته د موثر سیاست نشتوالی د هېواد د اقتصادي بیارغونې په برخه کې مهم خنډ بلل کېږي.




