د ملګرو ملتونو بېړنۍ مرسته له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته پیل شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې په مالي ملاتړ یې له پاکستانه بېرته راستانه شوو افغانانو ته د بېړنيو مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، هره ورځ زرګونه کسان د افغانستان او پاکستان له پولو رااوړي، چې ډېری یې له سختو حالاتو او محدودو امکاناتو سره مخ دي.
د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ، يو شمېر کورنۍ د زیاتېدونکو فشارونو، محدودو پالیسیو او د ژوند د خرابو شرایطو له امله اړ شوې چې بېرته راستنې شي، او ځينې نور په زوره له پاکستانه ایستل شوي دي. دغه کسان له کلونو استوګنې وروسته، اوس د مالي ملاتړ له نشتوالي او د راتلونکې په اړه له جدي اندېښنو سره افغانستان ته راګرځي.
راپورونه له د افغانستان–پاکستان له پوله ښيي چې کورنۍ ستړې او د راتلونکې په اړه اندېښمنې هېواد ته داخلېږي، او ډېری يوازې له لږو شخصي توکو سره خپلو کورونو ته ستنېږي. کمېشنرۍ ټینګار کړی چې بېرته راستنېدونکو ته به د بېړنيو مرستو ځانګړې بستې ورکړل شي څو د هغوی لومړنۍ اړتياوې په لومړیو ورځو کې پوره شي.
په داسې حال کې چې د بېرته ستنېدنې لړۍ روانه ده، تمه کېږي چې د طالبانو اداره او اړوندې داخلي ادارې د استوګنې، لومړنيو خدماتو ته د لاسرسي او د ژوند د دوام لپاره د کار او عاید د زمینو جوړولو په برخه کې مؤثر او همغږي ګامونه واخلي؛ ځکه که دوامداره پلان جوړ نه شي، په ځينو سیمو کې د بشري بحران د زیاتېدو خطر موجود دی.




