ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې: له ۱۱۵ زره ډېر افغانان بې‌ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو وضعیت ترینګلی شوی او زرګونه کورنۍ اړې شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي. د دغه بنسټ د تازه راپور له مخې، نږدې ۱۱۵ زره تنه په افغانستان کې او شاوخوا درې زره تنه په پاکستان کې بې‌ځایه شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې د جګړو دوام د پولو سیمو اوسېدونکي په پراخه توګه بې‌ځایه کړي او ډېرې کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ دي. راپور ټینګار کوي چې ملکي وګړو تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ښکېلو لورو غوښتي چې ملکي وګړو ته دې اجازه ورکړي تر څو د خپل امنیت لپاره له پولې واوړي. دې بنسټ د بشردوستانه اصولو د مراعت او د ملکي وګړو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې پر امتداد اوږدمهاله ترینګلتیا شته، د وروستیو نښتو زیاتوالي د پولو په سیمو کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. تمه ده چې د طالبانو اداره او د پاکستان چارواکي د خپلو مسؤلیتونو پر بنسټ د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د خوندي تګ راتګ او بشري مرستو د برابرولو زمینه مساعده کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button