ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: موږ د افغانستان له ښځو سره یوو او د هغوی ملاتړ کوو

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د مړچ اتمې، د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې د افغانستان له ښځو، په ځانګړي ډول له بې‌ځایه شویو او بېرته ستنو شویو ښځو سره به ولاړه پاتې شي او د هغوی د ساتنې او راتلونکي ملاتړ به کوي. دغه اداره د افغان ښځو د زړورتیا او زغم ستاینه کړې او د هغوی په وړاندې خپل دوامدار ژمنتیا یې تکرار کړې ده.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې، د افغانستان ښځې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره سره لا هم د خپل ژوند د بیا رغونې لپاره هڅې کوي او د کورنۍ د یووالي او ټولنیز ثبات په ساتلو کې مهم رول لري. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ښځو د خوندیتوب پیاوړتیا او د روښانه راتلونکي د زمینې برابرول د دې ادارې د اساسي دندې یوه برخه ده.

بې‌ځایه شوې او بېرته راګرځېدلې ښځې په وروستیو کلونو کې له جدي ستونزو لکه فقر، د بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونو او ټولنیزو خنډونو سره مخ دي. د طالبانو د ادارې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګیدلي چې پراخې کورنۍ او نړیوالې اندېښنې یې راپارولې او د ښځو وضعیت یې لا پېچلی کړی دی.

نړیوالو مرسته‌کوونکو ادارو څو ځل خبرداری ورکړی چې د ښځو د حقونو د تأمین او د هغوی د ځواکمنېدو پرته، په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والی ناشونی دی. همدارنګه، د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې نه یوازې د ښځو د نړيوالې ورځې پرمهال، بلکې د کال په ټولو ورځو کې به له افغان ښځو سره ولاړه وي او د دوی د ملاتړ لپاره به خپلې هڅې دوام ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button