ملګری ملتونه: بېرته ستنېدونکو افغانانو ته شته مرستې کافي نه دي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې دفتر (UN-Habitat) خبر ورکوي چې زرګونه افغانان چې له کلونو مهاجرت وروسته هېواد ته راستانه شوي، له سختو شرایطو او پرته له ابتدایي اسانتیاوو سره له سره ژوند پیلوي.
دغه اداره خبرداری ورکړی چې د مناسب سرپناه نشتوالی د بېرته ستنېدونکو لپاره د باعزته ژوند د بیا پیلولو لومړۍ لویه ستونزه ده. د UN-Habitat په وینا که څه هم دا اداره له یو شمېر شریکانو سره د اړمنو کورنیو لپاره د سرپناه او ابتدایي خدماتو برابرولو هڅه کوي، خو اوسني مرستې د دغو زیانمنو خلکو د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو، په تېره له پاکستان او ایران، د زرګونو افغان مهاجرو د اجباري یا رضاکارانه بېرته ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. خو ډېری دغه کسان نه شتمنۍ لري او نه ځای د اوسېدو لپاره. په ګاونډیو هېوادونو کې د مهاجرو د ایستلو کمپاینونو بېرته ستنېدونکو کورنیو ته نور هم فشار زیات کړی.
بلخوا، د طالبانو اداره چې د هېواد د وګړو د ملاتړ مسئولیت لري، تر اوسه د بېرته ستنېدونکو د کړکېچ لپاره مناسبه حللاره نه ده وړاندې کړې. د امکاناتو کمښت، د منظم پلان نشتوالی او د امنیتي مسایلو اجتماعي هوساینې ته پر وړاندې لومړیتوب ورکول لامل شوي چې ډېری بېرته ستنېدونکې کورنۍ د ښارونو په څنډو یا ناوړو سیمو کې له ستونزو ډک ژوند ولري.




