د مهاجرینو خبرونهدوهم سرلیکمهم خبرونه

یونیسف: هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستانه بېرته ستنېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې هره ورځ زرګونه افغان اتباع له پاکستانه ایستل کېږي او د بېرته راستنېدو وروسته له د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخامخ دي.

د دغه راپور له مخې، ډېری بېرته ستنېدونکي د سیاسي فشارونو او په پاکستان کې د سختو ژوند شرایطو له امله اړ شوي چې هغه هېواد پرېږدي. یو شمېر نور کسان بیا د پاکستاني چارواکو له خوا په زوره ایستل شوي دي.

دغه نړیواله اداره خبرداری ورکړی چې د بېرته ستنېدونکو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی چې دا به په افغانستان کې د کوربه ټولنو باندې اضافي فشار واچوي او د بیړنیو بشري مرستو اړتیا به لا زیاته کړي. د ډېرو سیمو د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی، د بېرته راستنېدونکو د بیا ادغام بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د بېرته ستنېدونکو د وضعیت د ښه مدیریت لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره همکاري او مرسته اړینه ده څو د پراخو بشري بحرانونو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button