د افغانستان ښځو د ملاتړ لپاره د رواني ملاتړ روزنیز پروګرام ترسره شو

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) په افغانستان کې اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر (ECHO) په ملاتړ یې یو روزنیز پروګرام د رواني او ټولنیز ملاتړ په برخه کې ترسره کړی دی. د یاد پروګرام هدف دا بلل شوی چې د ګډونوالو ظرفیت زیات کړي تر څو د ښځو او نجونو د رواني حالت د ښهوالي او د بنسټیزو محافظتي خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لوړه شي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د پروګرام ګډونوالو په رواني او ټولنیز ملاتړ کې پرمختللي مهارتونه ترلاسه کړي دي؛ هغه مهارتونه چې د اوسني سخت وضعیت تر سیوري لاندې د ښځو او نجونو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي بلل کېږي.
په تېرو درې کلونو کې د طالبانو د ادارې له خوا پر ښځو د زدهکړې، کار او ټولنیز حضور محدودیتونو د هغوی د رواني روغتیا او ملاتړ خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. نړیوالو بنسټونو څو ځله ټینګار کړی چې د دې حالت دوام به د ښځو او نجونو د زیانپذیرتیا کچه نوره هم لوړه کړي او د رواني او محافظتي خدماتو اړتیا به دوه برابره کړي.
د نفوس صندوق زیاته کړې چې د کارکوونکو او خدماتو وړاندې کوونکو د وړتیاوو پیاوړتیا په بېلابېلو برخو کې کولای شي د ښځو او نجونو د زغم او هوساینې د زیاتېدو لامل شي. دا اقدام د اوسني حالت له مخې د هېواد د زیانمنو اوسېدونکو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو د یو مهم غبرګون برخه ده.




