روغتيا

UNFPA په افغانستان کې د مور او ماشوم د پاملرنې کڅوړې وېشي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د مور او نوی زیږیدلي ماشوم لپاره ځانګړې کڅوړې وېشلې دي، چې د زېږون وروسته بنيادي پاملرنه برابروي.

د UNFPA په وینا، دغه کڅوړې د میندو د زېږون وروسته لومړنۍ اړتیاوې برابروي او د هغوی د هوساینې او روغتیایي رغېدو په چټکتیا کې مرسته کوي؛ په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې خلکو ته روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی محدود دی.

دغه اداره ټینګار کوي چې دا ډول مرستې په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته خورا مهمې دي چې روغتیایي اسانتیاوو او پاملرنې ته لاسرسی نه لري، او د دې نوعه دوامداره مرستې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره اړینې بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button