په لرې پرتو سيمو کې امیندواره ښځې له جدي روغتيايي خدماتو بېبرخې دي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) ويلي چې په افغانستان کې د لرې پرتو سيمو امیندواره ښځې او ميندې له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ دي او ډېری يې د لومړنيو پاملرنو لاسرسی نه لري. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د حوت په ۱۳مه، په يو راپور کې ټينګار کړی چې د درملنې مرکزونو تر منځ اوږده واټنونه او د مناسب امکاناتو نشتوالی د ميندو روغتيا له خطر سره مخ کړې ده.
د راپور له مخې، خرابې لارې او د روغتيايي مرکزونو نشتوالی د دې لامل شوی چې يو شمېر امیندواره ښځې اړې شي بې له روغتيايي کارکوونکو د کور زېږونونه وکړي، چې دا وضعيت د مور او ماشوم د جدي عوارضو امکان زياتوي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ويلي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره يې ګرځنده روغتيايي ډلې دغو سيمو ته استولې دي. دغه ډلې د زېږون دمخه پاملرنه، خوندي زېږون او د زېږون وروسته پاملرنې خدماتو وړاندې کوي.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې کورنۍ هم روزل کېږي تر څو د ميندو د روغتيا د ښه کېدو بهير تعقيب کړي او له هغوی سره د ماشوم د پاملرنې، تغذيې، حفظ الصحې او د خطرناکو نښو د پېژندلو په برخه کې مرسته وکړي.
که څه هم دغه ګرځنده خدمتونه د بېړنيو اړتیاوو يوه برخه پوره کوي، خو د روغتيايي زيربناوو نشتوالی او محدوديتونه په ډېرو ولايتونو کې لا هم يوه جدي ستونزه ده. دا ستونزه د طالبانو د ادارې جدي پاملرنې او د نړيوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتيا لري.




