د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام خبرداری: د افغانستان د پرمختيا ملي ستراتيژي له سختو خنډونو سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ۲۰۲۵ تر ۲۰۳۰ کلونو ملي پرمختيايي ستراتيژي به، که ژور جوړښتي ستونزې حل نه شي، د ټاکل شويو موخو د پوره کېدو ډېر لږ امکانات ولري.
دغه نهاد د طالبانو د بیا واکمنېدو (په ۲۰۲۱ کال کې) وروسته د لومړۍ ملي پرمختيايي برنامې په تحلیلي راپور کې ويلي، دا ستراتيژي سره له دې چې د نړيوالو مرستو له نشتوالي سره د کورنيو محدودو سرچينو د وېش يو چوکاټ برابروي، خو له جدي ستونزو او خنډونو سره مخ ده.
د دې سند له مخې، ملي پرمختيايي ستراتيژي د درې تر پنځه سلنې کلنۍ اقتصادي ودې، د صادراتو لس سلنه زياتوالي، تر ۲۰۳۰ کال پورې د پنځه ميليارده ډالرو بهرنۍ پانګونې جلب، او د زيربناوو، انرژۍ او استخراجاتي صنعتونو د پراختيا موخه لري.
خو UNDP ټينګار کړی چې د يو شمېر بحرانونو هممهالي، لکه نړيوال نهپېژندل، د بشري بحران ژوروالی، د کډوالو پراخ ستنېدل او د اقليمي بدلونونو اغېزې، د دې برنامې د پلي کېدو پر وړاندې جدي خطرونه رامنځته کړي دي.
دغه نهاد دوه اساسي خنډونه په ګوته کړي دي: پر ښځو پراخ محدوديتونه او د انرژۍ سخت کمښت. د UNDP په وينا، د نجونو د زدهکړې بنديز او د ښځو د کار او تګ راتګ محدوديتونه د ښځو اقتصادي ګډون په پام وړ ډول کم کړی او دوامدار اقتصادي وده او ټولنیز هوساینه ناممکنه کړې ده.
د انرژۍ په برخه کې هم خبرداری ورکړل شوی چې د برېښنا سختې نيمګړتياوې، چې اوسمهال شاوخوا ۰.۷ ګيګاواټه توليد لري، د هېواد له پنځه ګيګاواټو اړتیا سره پرتله، د صنعت او توليدي سکتور پرمختګ جدي کمزوری کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په پای کې ويلي، پرته له دې چې د ښځو پر محدوديتونو بنديزونه لېرې شي او د انرژۍ ستره تشه کمه شي، د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژي به يوازې يو ارماني سند پاتې شي او د عملي بدلون لامل به نهشي.
د طالبانو اداره تر د دې راپور د خپرېدو پورې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام ارزونې ته رسمي غبرګون نهدی ښوولی.




