اقتصادمهم خبرونه

د ملګري ملتونو پراختیايي اداره: د افغانستان نوې پرمختیایي تګلاره به د جوړښتي ستونزو له حل پرته موخې ته ونه رسېږي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ۲۰۲۵ تر ۲۰۳۰ کلونو لپاره ملي پرمختیایي تګلاره هله بریالۍ کېدای شي چې د هېواد جوړښتي او بنسټیزې ستونزې په جدي توګه حل شي.

د راپور له مخې، دا تګلاره لومړۍ ملي پرمختیایي برنامه ده چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو د واک ته رسېدو نه وروسته جوړه شوې ده. دغه تګلاره هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو د کمېدو په شرایطو کې د کورنیو محدودو سرچینو د وېش یوه روښانه چوکاټ برابره کړي.

UNDP ټینګار کړی چې د جوړښتي اصلاحاتو نشتوالی، د اجرایي ادارو ضعف، او د ټولنیز او اقتصادي ګډون پراخ محدودیتونه هغه لاملونه دي چې د دې تګلارې د موخو پلي کېدل له خطر سره مخ کوي.

نړیوالو بنسټونو تر دې وړاندې هم څو ځله خبرداری ورکړی چې د طالبانو د ادارې پالیسۍ او محدودیتونه، په ځانګړي ډول په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې، د افغانستان د خلکو د دوامدار پرمختګ او د ژوند د ښه والي وړتیا په سخت ډول کمه کړه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button