د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام: سمه تګلاره کولای شي متوازنه پانګونه افغانستان ته راجلب کړي

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام (UNDP) ويلي چې افغانستان د پراخو چلنجونو سره سره، د بيا نوي کېدونکو انرژيو په برخه کې د متوازنې پانګونې د راجلبولو د پام وړ وړتيا لري.
محمد نسيم عطايي، چې په افغانستان کې د UNDP اقتصادپوه دی، ويلي چې د سمو تګلارو خپلول او د اغېزمنو ګامونو عملي کول، د خطرونو د کمولو له لارې د مسؤلې پانګونې زمينه برابروي او کولی شي دا وړتياوې په يوه دوامدار واقعيت بدلې کړي.
د هغه په وينا، افغانستان د طبيعي سرچينو له پلوه، په ځانګړې توګه د لمر او باد په څېر د بيا نوي کېدونکو انرژيو له اړخه د پام وړ موقعيت لري، خو د شفافو چوکاټونو، اقتصادي ثبات او اړينو ضمانتونو نشتوالی د دې وړتياوو کارونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د اقتصادي تګلارو د نشتون او د پانګوالو د نه باور له امله، دا چاره لا هم د دوامدارې ودې او د پاکې انرژۍ د فرصتونو د مؤثرې کارونې پر وړاندې له بنسټيزو خنډونو څخه ګڼل کېږي؛ هغه موضوع چې نړيوالو بنسټونو څو ځله د اصلاح غوښتنه کړې ده.




