اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان په کليوالو سیمو کې د ۱.۳ کیلومتره اوبو لاري بیا رغونه او د ۱۲۸۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شوه

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) ویلي چې د «PALPA» پروژې په چوکاټ کې او د جاپان د دولت په مالي ملاتړ، په افغانستان کې ۱.۳ کیلومتره د اوبو لاره یا کانال بیا رغول شوی او د ۱۲۸۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شوې ده.

دغه اداره وایي دا اقدام به بزګرانو سره مرسته وکړي څو نوې زراعتي محصوالات وکري او د اوبو، بازارونو او سوداګریزو مشارکتونو له ښه لاسرسي څخه د خپلو عوایدو د زیاتوالي لپاره ګټه واخلي.

د پروژې مسؤلین زیاتوي چې د اوبو لګولو د سیستمونو ښه‌والی د افغانستان په ډېرو سیمو کې د بزګرانو یو بنسټیز ضرورت دی، ځکه د اوبو کمښت او د معیاري زیربناوو نشتون تل په کرنیزو تولیداتو منفي اغېز کړی دی.

د «PALPA» پروژه د کلیوالو خلکو د ژوند د چارو د پیاوړتیا په موخه هڅه کوي چې د تولیدونکو او بازارونو تر منځ د اړیکو د رامنځته کولو له لارې په کرنیزو ټولنو کې اقتصادي پایداري ته وده ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button