ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان يوازې له بحران سره نه، بلکې په ۲۰۲۵ کال کې د سيمه‌ييز پرمختګ شاهد دی

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام دفتر (UNDP) اعلان کړی چې افغانستان د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې، د شته بحرانونو سره سره، د روغتيا، معيشې او ټولنيزو برخو کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې درلودې.

دغه اداره د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۴مه، له نوي عيسوي کال سره د نږدې کېدو په مهال وويل، د هغې د کړنو پايلې ښيي چې د افغانستان انځور يوازې له ننګونو او ستونزو سره محدود نه دی، بلکې په ګڼو برخو کې د ښه‌والي او سيمه‌ييزو همکاريو نښې ليدل شوي دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې بېرته روغتيايي کلينيکونه فعال شوي، کرنيزې ځمکې بېرته راژوندۍ شوې، د ښځو کاروبارونه پراخ شوي او يو شمېر کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي. سربېره پر دې، سيمه‌ييزې ټولنې د بيا رغاونې او يووالي په بهير کې فعاله ونډه لرله.

د راپور له مخې، ماشومان د پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی درلود او ښځو او نارينه‌و د HIV، ملاريا او نري رنځ (سل) په څېر ناروغيو لپاره د لوړ کيفيت درملنې خدمتونه ترلاسه کړل.

د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام په پای کې، د خلکو د دوامدارو اړتياوو يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې ۲۰۲۶ کال به د افغانستان د اوسېدونکو لپاره د زيات ارزښت او هيلې کال وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button