اقتصادمهم خبرونه

د ملګروملتونو د پراختیا پروګرام: کوچني کاروبارونه د افغان ښځو یوازینی کاري فرصت دی

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ویلي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې کوچني کاروبارونه په عملي ډول د افغان ښځو لپاره د اقتصادي فعالیت یوازینی پاتې شوی فرصت دی.

د یون‌دي‌پي د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ تر اوسه په ټول هېواد کې له ۸۹ زرو څخه ډېرو کوچنيو تشبثاتو سره مرسته کړې ده، چې ۹۱ سلنه یې د ښځو له‌خوا پرمخ وړل کېږي. د دې پروګرام له لارې تر اوسه له ۴۳۹ زرو څخه ډېرې کاري موقعې رامنځته شوي دي.

دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د افغانستان ښځې د کار، زده‌کړې او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي، او ډېری رسمي دندې د هغوی پر مخ تړل شوي دي.

نړیوالو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام نه یوازې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان اقتصاد ته هم جدي او اوږدمهاله زیان اړوي. دوی وايي، دا وضعیت باید د طالبانو د پالیسۍ په برخو کې ژر تر ژره له سره وکتل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button