امنیت او پېښې

یوناما د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې د ۱۳ ملکي کسانو وژل کېدل تایید کړل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) ویلي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳ ملکي کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما په خپل بیان کې دواړو خواوو ته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره جګړې پای ته ورسوي، د ملکي وګړو له تلفاتوسره مخنیوی وکړي او د ملکي کسانو خوندیتوب خپلې لومړیتوب ته ورکړي. دغه اداره ټینګار کړی چې د پوځي ترینګلتیا دوام کولی شي د پولو سیمو د اوسېدونکو وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ښکېلې خواوې ژمنې دي د نړيوال بشري حقوقو له اصولو سره سم عمل وکړي او بنسټیز اصول لکه د نظامي او ملکي هدفونو ترمنځ توپیر، د ځواک په کارونې کې تناسب او د ملکي وګړو د زیان مخنیوی باید په پام کې ونیسي.

په همدې حال کې، د طلوع نیوز موندنې ښيي چې په دغو بریدونو کې ۱۷ افغان وګړي وژل شوي او تر اوسه د ۱۳ تنو مړي له سیمې را انتقال شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د طالبانو اداره د هېواد د امنیت او د خلکو د خوندیتوب مسوولیت لري؛ خو له دې سره سره، د پولو هغه خوا ته د بریدونو تکرار او د ملکي تلفاتو زیاتوالی د پولي ترینګلتیا د سم مدیریت او د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو جدي اندېښنې را ولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button