یوناما د ختیځو ولایتونو یوې برید کې د ملکي تلفاتو له زیاتوالي اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د ختیځ ولایت خوست کې وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو له زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې او له اړونده خواوو یې غوښتي چې د دا ډول ناوړه مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.
دا اندېښنه د یوناما سرپرستې، جورجت ګانیون، او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست، امیرخان متقي، تر منځ د لیدنې پر مهال مطرح شوې ده. په دې لیدنه کې مېرمن گانیون د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اړینه ده اغېزمن اقدامات ترسره شي.
یوناما تایید کړې چې د دوشنبې شپې په برید کې، چې په خوست ولایت کې شوی، ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي دي. د طالبانو اداره دا بریدونه پاکستان ته منسوب کړي، خو اسلاماباد ښکېلتیا رد کړې ده.
د یوناما له څرګندونو وروسته، امیرخان متقي د دې نړیوالې ادارې له خوا د وروستیو زلزلې او پولي بریدونو، په ځانګړي ډول د هغه څه چې “د پاکستان لهخوا بمبار” بلل شوی، د غمشریکۍ قدرداني کړې او دغه اقدامات یې یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت ضد عمل بللی دی.
همداراز، متقي د دوحې د بهیر د کاري ډلو له هڅو سره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوس وخت رارسېدلی، څو اړوندې خواوې د دې بهیر د پرمختګ لپاره عملي او واضح ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دوحې د بهیر وروستی کاري ناسته د روان هجري لمریز کال په سرطان میاشت کې د قطر په پلازمېنه کې ترسره شوې وه. دا بهیر نړیوالو ژمنو ته پام کوي چې د افغانستان د بحرانونو د حل لپاره شوي، خو تر اوسه یې محسوس پرمختګ نهدی شوی.




