دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

ملګرو ملتونو د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) ویلي، د تېرې شپې د هوايي بریدونو په پایله کې د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې لږ تر لږه څلور ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د دې ادارې په وینا، د وژل شوو کسانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یوناما له تاوتریخوالي د دوام له امله اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید نښتې سمدستي بندې شي. یادې ادارې خبرداری ورکړی چې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د وروستیو شخړو تر ټولو ډېر زیان ویني.

د یوناما د ورکړل شوو شمېرنو له مخې، له ۲۶ فبروري راپدېخوا لږ تر لږه ۷۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان دي. دغه شمېرې ښيي چې د نښتو د پراخېدو له امله د ملکي تلفاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

په همدې حال کې، د یوناما سرپرسته او د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیاله جورجیت ګینیون مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان تر منځ د تنشونو د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري. هغې زیاته کړه، که څه هم دا نښتې تر ډېره د پولو پر سیمو متمرکزې دي، خو د اور تبادله که دوام وکړي، ممکن له جدي خطرونو سره مل وي.

د ګینیون په وینا، دا پېښې اوس پرله‌پسې څوارلسمې ورځې ته رسېدلې او شپږ ولایتونه او اته ولسوالۍ یې اغېزمنې کړې دي. هغې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د دغو نښتو اغېزې پر غیرنظامیانو — چې پکې تلفات، بې‌ځايي کېدل او د بشري مرستو د رسېدو نوې محدودیتونه شامل دي — پر دوامدار ډول څاري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button